IQNA

  د «پورت سعید» د قرآني سیالیو د قاضیانو د کمېټې مشر طاروطي

10:43 - December 11, 2025
د خبر لمبر: 3492147
ایکنا = د مصر په «پورټ سعید» کې د قرآن او ديني مداحئ  د  سیالیو د «ښه غږ یا صوت » برخه  د دې برخې د قضاؤت  د کمېټې تر څارنې  لاندې ترسره شوه چې مشري ئې د مصر نامتو قاري اوقاضي عبدالفتاح طاروطی پر غاړه لرله.

یکنانیوز د «الاهرام» له قوله راپور  راکړ، د « ښه غږ یا صوت» برخه په داسې حال کې ترسره شوه چې ۸۷ ګډونوالو په دې سیالیو کې برخه واخیسته او د قضاؤت  کمېټې په وړاندې ئې خپل غږونه  او وړتیاوې وآزمویلې.

د سیالۍ په ترسره کېدونکې شپې کې، د  مصر د پورت سعید د «الزهور» په سیمې کې د «الرحمن» جومات د لوړ کچې ګډونوالو یوې سیالۍ په  سټېج   بدل شوی و او دا ترسره شوی محفل د خلکو د پراخ   ګډون او تود هرکلي شاهد و. ګډونوال په خورا شوق د هغو پایلو انتظار باسي چې د دغو سیالیو د اصلي جوهر په توګه ګڼل کېږي.

سږني سیالۍ د مصر د مرحوم او نامتو قاري شیخ محمود علي البناء په نوم ترسره کېږي او د قضاؤت د کمېټې د مشر، شیخ طاروطی، پوره ګډون او دقیق نظارت په ښکاره ډول محسوس و.

همدارنګه په داورۍ کمېټې کې د مصر نور مخکښ قرآني او دیني شخصیتونه، لکه حسام صقر (مداح  او د غږ او صوت استاد)، احمد عبده او شیخ محمد عبدالقادر ابوسریع (د مصر د رادیو او ټيلویژن نعت خوان  او مداح ) شتون   درلود. همدارنګه رسنیز فعال، محمد فتح‌الله بیبرس، د ګډونوالو د ارزونې په برخه کې ونډه لرله.

د قاضیانو د کمېټې ترکیب د دغو سیالیو د فني معیارونو د دقیقې رعایتونې څرګندونه کوي او ښکاره کوي چې دا سیالۍ یوازې د غږ ښکلا نه، بلکې تسلط، ښه اجرا او معنوي احساس هم ارزوي.

دا پړاؤ د نهمو نړيوالو قرآني او ديني مداحیو  د  سیالیو د پورت سعید د مقدماتي کورنیو سیالیو برخه ده چې سږکال د شیخ محمود علي البنا په نوم، د هغه د ویاړمن مسلکي ژوند په درناوي، او د مصر د لومړي وزیر مصطفی مدبولي، د پورت سعید د والي محب حبشي او د مرستیال والي عمرو عثمان په ملاتړ ترسره کېږي.

دا سیالۍ د رسنیو د شخصیت عادل مصیلحي له لورې تنظیم شوي او تمه ده چې نړيواله برخه یې د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ په پای کې د ۳۰ هېوادونو په پراخ ګډون سره پیل شي — چې دا کار د پورت سعید سیالۍ د نړيوالو قرآني محفلونو په ډله کې ځای پر ځای کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4321885

captcha